د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې له بحرین څخه ماته وخوړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۹
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې له بحرین څخه ماته وخوړه

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې، له ۲۰۲۵ ساحلي فوټبال اسیا جام سیالیو وړاندې خپله وروستۍ دوستانه سیالي د بجرین هېواد له ملي لوبډلې سره وکړه، چې د ۷ – ۳ ګولونو په توپیر یې بحرین ته بایلوده.

په دغه سیالۍ کې اکبر بهادري، امید حیدري او عبدالسمیر ناظري د افغانستان په ګټه ګولونه ووهل.

افغان ملي لوبډلې، له ۲۰۲۵ ساحلي فوټبال سیالیو وړاندې درې دوستانه سیالۍ وکړې، چې په دغو سیالیو کې یې سعودي عربستان ته ماته ورکړه؛ خو له جاپان او بحرین هېوادونو یې ماته وخوړه.

ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۵ ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ به د ۱۶ لوبډلو تر منځ د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر شلمه نېټه پیل شي، چې افغان ملي لوبډله به په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا هېوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS