د افغانستان له شل کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې دویمه لوبه هم وبایلله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۹:۴
د افغانستان له شل کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې دویمه لوبه هم وبایلله

د مرکزي آسیا له شل کلنو کم عمره فوټبال سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دویمه لوبه تاجکستان ته وبایلله.

په دغې سیالۍ کې تاجیکستان افغانستان ته د یو پر صفر ګول په توپیر ماتې ورکړه او افغانستان دوه پرلپسې ماتې وخوړې.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د ٤ پر صفر ګولونو په توپیر له قرغیزستان هېواد څخه ماتې خوړلې وه.

له شل کلنو د کم عمره لوبغاړو د مرکزي آسیا فوټبال (کافا) سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۵مه نېټه د قرغیزستان هېواد په کوربه توب د یاد هېواد په جلال آباد ښار کې د شپږو هېوادونو په ګډون پیل شوې دي چې د همدې میاشتې په ١٢مه نېټه به پای ته ورسیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ واليبال سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې ټایلنډ ته سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام په نوم سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي کوربه ټایلنډ ته د ۱ - ۶ ګولونو په توپیر بایلوده.

دغه سیالۍ کې د افغانستان لپاره یوازنی ګول محمد مرادي وواهه.

افغ. . .

BACK TO NEWS