د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د فوټسال دوه ملي لوبغاړي وستایل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۹:۱۶
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د فوټسال دوه ملي لوبغاړي وستایل

د افغانستان کرکټ ادارې رهبري د فوټسال ملي لوبډلې دوه لوبغاړي فرزاد محمودي او امید قنبري چې د ۲۰۲۴ نړۍوال جام ته له لارموندنې وروسته کابل ته راغلي، تقدیر او وستایل.

په دغو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس نصیب خان ځدران، د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او د شل اوریزو لوبو مرستیال لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد د کرکټ بورډ ادارې په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال هم وستایه. ښاغلي ځدراڼ په دغو مراسمو کې د کرکټ بورډ ادارې له رهبري مننه وکړه او وې ویل چې د بدني روزنې او ورزش ریاست تل له افغان ورزش کارانو سره مرسته کړې او د دوی ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار؛ خوګياڼو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوګیانو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرې کلا افتخار لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د پنځه سوه ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د پنځه سوو ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

په دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

BACK TO NEWS