د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس د کندهار فوټبال فدراسیون له مسوولينو او لوبډلمشرانو سره وکتل
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولايت د فوټبال فدراسیون له رئیس او لوبدلمشرانو سره وکتل.
په دې ليدنه کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق او ورسره مل پلاوي عبدالروف کندهاري، حاجي محمد نصير رحماني، د کندهار د ورزش رئیس محمود اغا بشر، د کندهار فوټبال فدراسیون فني مرستيال حاجي حبيب الله پوپل او د ١٦ کلنو فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکي ګډون درلود.
په پيل کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق خبرې وکړې، نوموړي د کندهار فوټبال بر وضعیت خبرې وکړې په خبره يې؛ ا.ا د ورزش او ورزشکارانو پوره ملاتړ کوي.
ښاغلي وثيق په دې ليدنه کې ډاډ ورکړ، چې په راتلونکې کې به د کندهار فوټبال له فدراسیون سره د خپل توان مطابق پوره همکاري وکړي.
نوموړي د کندهار د فوټبال فدراسیون له مسوولينو او لوبډلمشرانو وغوښتل، چې خپلو ورزشکارانو ته د متقابل احترام سپارښتنه وکړي تر د خپلو مشرانو پوره اطاعت او درناوى وکړي همداراز په خپلو کې د يووالى او اتحاد ترڅنګ د فوټبال په منتخبې لوبډلې په ټاکلو هم کار وکړي.
په دې ليدنه کې د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رئیس محمد اغا بشر وویل؛ په کندهار کې د نورو ورزشونو ترڅنګ فوټبال هم پرمختګ کړى.
ښاغلي بشر په دې ليدنه کې د ملي لوبډلې لپاره د ورزشکارانو د لار موندنې د موجوده ستونزو يادونه هم وکړه او د حل لپاره ژمنه يې وکړه.
بل خوا د فوټبال لوبډلمشرانو هم خبرې وکړې دوى ژمنه وکړه، چې د يوې منظمې منتخبې لوبډلې د ټاکلو لپاره به د فوتبال فدراسیون له مشري سره په ګډه کار وکړي او په دې برخه کې يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
همداراز د کندهار د فوټبال فدراسیون فني مرستيال حبيب الله پوپل د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق په مشرۍ له ورغلي پلاوي مننه وکړه، چې د کندهار له لوبغاړو سره له نږدې ليدنه کوي او د دوى ستونزي او غوښتنې يې واورېدلې.
