د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس له ولایتي مسؤلینو سره انلاین تعرفي ناسته وکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۹:۴۸
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس له ولایتي مسؤلینو سره انلاین تعرفي ناسته وکړه

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق د هیواد ورزش ادارې له ولایتي رئيسانو او امرینو سره انلاین تعرفي ناسته وکړه او د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.

په دې انلاین ناسته کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق ترڅنګ د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، ورزشي مشارو حیات الله رحماني، مالي او اداري عمومي رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي او د مقام د دفتر رئيس مولوي فضل الرحمن «اسد بري» او د ۳۳ ولایتونو د ورزش ادارې رئيسانو او امرینو ګډون درلود.

یادې ناستې ته بېلابېلو ولایتونو ورزشي رئيسانو او امرینو له تعارف وروسته، د ورزش په برخه کې خپلې شته ستونزې، لاسته راوړنې او غوښتنې شریکې کړې.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق ټولو ولایتي مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې په هره برخه کې به ممکنه همکاري ورسره کوي او د هغه په خبره: «زه دې ادارې ته د ورزشکارانو او دې ادارې د کارمندانو لپاره د خادم په حیث راغلی یم.»

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس زیاته کړه: چې د ورزش د غوړېدا لپاره يې د ا.ا. له لوړو مقاماتو سره ناستې کړي او هغوی هم ورته د ممکنو همکاریو ډاډ ورکړی دی، هغه زیاته کړه، چې له نړۍوالو ورزشي ادارو سره يې هم انلاین ناستې کړي، چې هغوی هم ورته د همکاریو ډاډ ورکړی، د هغو په ټکو: «په نږدې راتلونکي کې به د ښو زېرو شاهدان یو.»

ښاغلي وثیق د ورزش د غوړېدا په موخه له ولایتي مسئولینو ته وویل چې په خپلو ولایتونو کې له ولایتي ادارو سره اړیکې پیاوړې کړي او له هغوی يې غوښتنه وکړه، چې د ځوانانو په ذهنیت جوړونه کار وکړي.

نوموړي پر ولایتي مسئولینو غږ وکړ، چې ورزشکاران په داسې ورحیه وروزي، چې د ورزش ترڅنک د اسلام داعیان وي او له هغوی يې وغوښتل چې ورزشکارانو ته د اسلامي نظام په ارزښت او غوښتنو هم خبرې وکړي.

دغه راز د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست ولایتي مسؤلینو ته په خپلو کارونو کې د بریا ترڅنګ له هغوی غوښتنه وکړه، چې خپلو کارونو ته لا ډېر پام وکړي او د ورزش د غوړېدا په برخه کې خپل کارونه ګړندي کړي.

په پای کې ولایتي مسؤلینو له دې پروګرام خوښي څرګنده کړه او هغوی چې له مرکز څخه په لرې فاصله کې پراته دي، په راتلونکي کې يې د ورته د دا ډول نورو پروګرامونه غوښتنه وکړه او غونډه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS