د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست هئيت په تهران کې د دې ادارې له نماينده او د فدراسیونونو له استازو سره ولیدل
د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي ریاست درې کسیز هئيت په ایران هیواد د افغان مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو د اورېدو پر دوام، نن ورځ د دوو جلا- جلا غونډو پر مهال په تهران کې د یادې ادارې د نماينده موسی خدا دادي د تېرو فعالیتونو د راپور د اورېدلو او کړنو د ارزولو ترڅنګ د ۲۱ فدراسیونونو له استازو سره ولیدل.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست دغه درې کسیز هئيت چې د یادې ادارې ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د پلان او پاليسۍ رئيس محمدحنیف حنفي او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي امر محمدنعیم پرهېز پکې شامل دي، په ایران هیواد د افغانستان د ورزش ادارې د استازولۍ د تېرو فعالیتونو د راپور اورېدولو او ارزولو ترڅنګ يې د ۲۱ فدراسیونونو د استازو، ګڼ شمېر ورزشکارانو او روزونکو ستونزې او غوښتنې واورېدې.
د یاد هئيت له لوري د ورزش ادارې د نماينده د راپور او فدراسیونونو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړل شو، چې د دوی د شته ستونزو راپور به د ورزش ادارې له رهبري سره شریک کړي او د ورزش ادارې رهبري غړي به ورته د حل لار پیدا کړي.
په دې لیدنه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني له لوري د هیواد د ورزش ادارې په استازولۍ ټولو افغان مهاجرو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړل شو، چې د ااا مشران او د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ ته ژمنه ده او هڅه کوي، چې تر ممکنې اندازې د دوی شته ستونزې حل کړي.
دغه راز پر هغوی يې غږ وکړ، چې د ااا په راتلو سره د توکم پالنې او سمت پرستۍ دود ختم شوی او موږ ټول به د یو واحد نظام تر چتر لاندې د خپل هیواد لپاره خدمت کوو.
همدارنګه یادې ادارې د پلان او پاليسۍ رئيس محمد حنیف حنفي وویل: دا چې هره اداره د خپل پلان له مخې د خپلو اړوند ادارو د فعالیتونو ارزونه کوي، نو د ورزش ادارې د رهبري مولوي احمدالله وثیق د لزوم دید له مخې یاد هيئت په ایران کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د استازولۍ د تېرو فعالیتونو د ارزونې په موخه دلته راغلی دی، چې تر هر اړخیزو څېړنو وروسته به د دوی ټولو ستونزو ته حل لار پیدا کوي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د هیواد د ورزش اداره په دې هڅه کې ده، چې په تدریج سره د ټولو افغان مهاجرو ورزشکارانو ورزشي ستونزې راکمي کړي.
یاده دې وي، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست یاد هيئت به د پنجشنبې په ورځ په ایران کې د ټولو فدراسیونونو له استازو او همدارنګه د بېلابېلو ورزشي رشتو له مډال ګټونکو ورزشکارانو او مربیانو سره هم وویني.
