د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د بادغیس ولایت د فوټبال فدراسیون او سپورت امریت په همکارۍ د قادس ولسوالۍ په ورزشي میدان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
په دې سیالیو کې طوفان خراسان، اتحاد قدس، ستارګان، شاهین قدسي، انصار عالي لېسه او کوهستان جهان دوست لوبډلې ګډون لري او د څو ورځو لپاره به د یو بل په وړاندې ولوبېږي.
د سیالیو د پیل لومړۍ لوبه د اتحاد قدس او ستارګان لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې د ۲-۰ ګولونو په توپیر د اتحاد قدس لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د دې ټورنمنټ موخه د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې فوټبال لوبې ته وده ورکول دي.
