د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي زده کړیالانو د بدني روزنې او ورزش ریاست له ورزشي اماکنو څخه لیدنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۹:۲۴
د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي زده کړیالانو د بدني روزنې او ورزش ریاست له ورزشي اماکنو څخه لیدنه وکړه

د ښوونې او روزنې پوهنتون د بدني روزنې او ورزشي علومو استادانو او یو شمېر زده کړیالانو د یو علمي سفر په ترڅ کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش له رياست څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې په لومړۍ برخه کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند اتل مشواڼي او د ټولشموله ورزشونو آمر محمد عارف پیمان راغليو زده کړیالانو ته د هېواد د ورزش ادارې د اداري تشکیل، فدراسیونون او د ورزش په برخه کې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د ياد پوهنتون استادانو او زده کړیالانو د باسکټبال فدراسیون رئیس عبيدالله ارغندیوال او د ټولشموله ورزشونو مدير نعمت الله رحیمي په ملتيا د فوټبال فدراسیون له ودانۍ، ورزشي میدانونو، نورو ورزشي فدراسیونونو او ورزشي جمنازیمونو څخه لیدنه وکړه.

د پوهنتون استادانو د هېواد د ورزش ادارې له کارکوونکو څخه مننه وکړه او دغه سفر یې د زده کړیالانو لپاره ګټور وباله.

نوموړي زیاته یې کړه، چې هغه څه چې دوی په نظري زده کړو کې لوستي و، نن يې له نږدې څخه ولیدل.

په ورته وخت کې زده کړیالانو هم د دغه علمي سفر په ترسره کولو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې د هېواد د ورزش اداره د دوی له پوهنتون او پوهنځي سره ښې اړیکې ولري او د عملي کار په برخه کې هم له دوی سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

تخار؛ خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۷
Background image

پکتيکا؛ په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ او جاني خېلو ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چامړي اتلانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS