د بدن د ښکلا فدراسیون لخوا نن په کابل کې د مس رستلنگ څلورم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۲
د بدن د ښکلا فدراسیون لخوا نن په کابل کې د مس رستلنگ څلورم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل له ۲۰۰ ورزشي کلپونو شاوخوا ۴۰۰ ورزشکاران برخه اخیستی وه .

دا لوبغاړی د ځوانانو په سني کټګورۍ کې دوه ورځو لپاره سیالي کوي ترڅو د کابل د منتخب ټیم غړي شي.

د بدن د ښکلا د فدراسیون د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د ۴۰۰ لوبغاړو په ګډون؛ ټاکل شوې ده د کابل منتخبی لوبډلې ته ۳۰ کسان وټاکل شي.

د دغو سیالیو دپرانیستی په غونډه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دفتر رئیس محمدالله احساس ،حاجي داد محمد پاینده اختری د المپیک کمېټې اجرایوي رییس؛د بدن د ښکلا فدراسیون رییس باور هوتک او د مشورتي بورډ رئيس محمد ګل بابکرخېل هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۳۳
Background image

پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یادولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خوشامند لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۲۸
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

داسیالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۲۲
Background image

غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال ای ګروپ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS