پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۳۳
پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یادولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خوشامند لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې خوشامند لوبډلې له خپل ۲۰۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ټایګر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۷ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS