د بغلان پوهنتون د محصلینو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د د بغلان پوهنتون ورزشي مديريت له لوري د ياد پوهنتون د ۵۰ تنو محصلينو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې زراعت پوهنځي لوبډلې د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، د ادبياتو پوهنځي لوبډلې دويم او د شرعياتو پوهنځي لوبډلې بیا درېيم مقام خپل کړ.
