د بلخ او جوزجان ۱۲ کلنو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره شوه

تیره ورځ د بلخ او جوزجان ولایت د فوټبال فدراسیونونو د ځوانانو کمېټو له خوا د جوزجان په سیمرغ البرز لوبغالي که د دواړو ولایتونو د ۱۲کلنو فوټبال لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ په لاره واچول شوه.
د دې سیالۍ موخه د ځوانانو او ورزشکارانو هڅول او د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکول وو.
یاده سیالۍ په ټاکلو ۹۰ دقیقو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ د« ۲ - ۲» ګولونو سره په مساوي توګه پای ته ورسېده.
د یادولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه سیالۍ راتلونکې جمعه د مزارشریف په کوربتوب ترسره شي.