د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې 

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۰:۲۷
د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې 

د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په کوربتوب د دې ولايت نورو ولسوالیو د چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې. 
په دې سياليو کې د ميدان لوبڅار له لوري درې اولاق اعلان شول. 
ټولو چاپندازانو ښه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړه لومړی جان محمد پهلوان د غلام بای اندخوی په اس او دویم او دریم بیا عبیدالله پهلوان د منان بای جوفروش په اس وتوانېدل چې وزګوړی دایرې ته ورسوي او دایره حلاله کړي.
د سیالۍ په وروستۍ کې عبیدالله پهلوان د امین قلاچه په اس یو ځل بیا توانید چې دایره حلاله کړي او د جایزې وړ وګڼل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

ننګرهار؛ مومند دره ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باسول ګلستان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۹
Background image

بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

غزني کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونګ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د استعداد موندنې جام په نوم د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS