د ترکيې هيواد تيکا موسيسې د افغانستان د بډمنټون له ملي فدراسيون او ورزشکارانو سره د سپورټي وسایلو مرسته وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۸:۳۲
د ترکيې هيواد تيکا موسيسې د افغانستان د بډمنټون له ملي فدراسيون او ورزشکارانو سره د سپورټي وسایلو مرسته وکړه

د ترکيې هيواد تيکا موسيسې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست اړوند له بډمنټون فدراسيون او د دغه فدراسيون له ۹۰ ورزشکارانو سره د سپورټي وسايلو مرسته وکړه.

په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د بډمنټون فدراسیون رئیس ارشاد الحق صدیقي ،د مسابقاتو دایرولو آمر عزیز الرحمن ملنګ، په افغانستان کې د ترکيې د سفير معاون امره مناو، د تیکا موسيسې رئيس فضل اکين اردوغان، د يونس امره انستیتوت رئيس حسين ګنګور، د بډمنټون فدراسيون ورزشکارانو او يو شمېر تماشه چیانو ګډون کړی و.

په پيل کې د بډمنټون ملي فدراسيون رئيس ارشاد الحق صدیقي راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تيکا موسيسې د کړو مرستو هرکلی وکړ او په ياده برخه کې يې د لا نورو همکاريو غوښتنه وکړه.

ورپسې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي خبرې وکړې، نوموړي د يادو مرستو په پار خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه: د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست هڅه کوي، چې د‌ ورزش هغو برخو ته پاملرنه وکړي، چې مخکې له دې ورته پام نه و شوی، ده همداراز ټينګار وکړ، چې زموږ هڅه دا ده، چې ورزش د افغانستان هغو سیمو ته ورسوو، چې مخکې ورته نه و رسېدلی. ښاغلي مشواڼي د تيکا موسيسې او ترکيې سفارت له‌ همکاريو د ځانګړې مننې ترڅنګ په سپورټي برخه کې د دوامداره اړیکو او همکاريو غوښتنه وکړه.

ورپسې په افغانستان کې د‌ ترکيې هيواد د تيکا موسيسې رئيس فضل اکين اردوغان په افغانستان کې د نوې پروژې د پيل خبر ورکړ او زياته يې کړه: تيکا موسيسې په افغانستان کې په ډېرو برخو کې همکاري کړې؛ خو دا ځل هڅه کوو، چې د ځوانانو د‌ سپورټ برخې په پراختيا کې هر اړخيزه مرستې وکړو، ده همداراز زياته کړه، چې موږ له بډمنټون فدراسيون سره پر نړيوالو معيارونو جوړ د يادو سياليو د فرشونو، جالونو، اړوندو ورزشي وسايلو او د‌ پايلوبې د نشر په پار د لوی سکرين مرسته کړې او هڅه کوو، چې د‌ يادې رشتې د لا پراختيا لپاره کار وکړو.

د ياد پروګرام په پای کې په افغانستان کې د ترکيې هيواد د سفير معاون امره مناو د‌‌ ياد پروګرام پر اړه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې هڅه کوو له افغانانو سره په ډېرو برخو کې خپلې مرستې جاري وساتو، ده وويل: په وروستيو کې له افغانستان څخه خارج ملکونو ته ځینې افغانان په ناقانونه لارو ځي، چې له ډول ـ ډول ستونزو سره مخ کېږي؛ خو موږ هڅه کوو، چې ځوانانو ته داسې زمينه مساعده کړو، ترڅو په خپل هيواد کې پاتې شي او نړيوالو ته د يوه سوکاله افغانستان رسا غږ و اوسي.

بايد يادونه وشي، چې د‌ دغه پروګرام په پای کې د بدمنتون د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ تمريناتي سيالۍ هم ترسره شوې او د‌ تيکا موسيسې له لوري دغو لوبغاړو ته د ورزشي وسايلو کېټونه ورکړل شول.

دا په‌ داسې حال کې ده، چې د روان کال د مۍ مياشتې په اوومه نېټه به د بډمنټون د‌ غوراوي سيالۍ هم پيل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS