د تسلیت او غمرازۍ پیغام!

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۵ - ۹:۳۷
د تسلیت او غمرازۍ پیغام!

انا لله و انا الیه راجعون

په ډېرې ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون د ملي لوبډلې لوبغاړی، نړۍوال اتل او د سرو زره مډال ګټونکی علي رضا اساهي د زړه د حملې له امله دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي، د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او او ورزش لوی ریاست رهبري د نوموړي ورزشکار او ملي اتل د مړینې له امله ژوره خواشيني څرګندوي، له کورنۍ او دوستانو سره یې ځان په دې غم کې شریک ګڼي او مرحوم ته د الله تعالی له درباره د فردوس جنت هیله څرګندوي.

مرحوم اساهي د افغانستان د ورزش په ډګر کې دروند او خواریکښ ورزشکار او د هیواد ملي اتل و، چې په خپلو خواریو، هاند او هڅو سره یې د افغانستان نوم په نړۍوالو ډګرونو او سیالیو کې اوچت کړ او خپل هېواد ته یې ویاړونه راوړل، د ورزش اداره د نوموړي مړینه د ټول هیواد او په ځانګړي ډول د ورزش کورنۍ لپاره ستره ضایع ګڼي. هغه د افغانستان د ورزش په تاریخ کې یو نه هېرېدونکی اتل و، چې یاد به یې د هېوادوالو او ورزشکارانو په زړونو کې تلپاتې وي.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په پکتیا سنوکر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د زمرخېلو ټایګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

لغمان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ده زیارت کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS