د تکواندو ملي لوبډله نړۍوالو سیاليو کې د ګډون په موخه آذربایجان ته روانه شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۴:۳۰
د تکواندو ملي لوبډله نړۍوالو سیاليو کې د ګډون په موخه آذربایجان ته روانه شوه

دافغانستان تکواندو ملي لوبډله د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني سره تر ليدنې او خداى پاماني وروسته د تکواندو نړيوالو لوبو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د آذربايجان هېواد ته روان شوه.

د مخه ښې په دې مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري او د تکواندو فدراسیون مسوولينو شتون درلود.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس ښاغلي حقاني د تکواندو له ورزشکارانو سره د ليدنې پر مهال دوی ته په دې لوبو کې د الله تعالی له درباره د بریا هیله څرګنده کړه او له دوی يې وغوښتل تر څو په ټوله نړۍ کې د افغانستان نوم او نښان اوچت کړي.

نوموړي ورزشکارانو سره د هر ډول ممکنې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه؛ افغانان هم حق لري چې د نړۍ نورو هېوادونو په څېر په بهرنيو هېوادونو کې لوبې وکړي.

د تکواندو نړيوالي لوبې د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د روانې مې مياشتې په ٢٨ نېټه د افغانستان په ګډون د ۲۰۰سوو هېوادونو د تکواندو ورزشکارانو په ګډون پيل شوې، چې د جون تر څلورمې نېټې به دوام وکړي.

په دغو سياليو له افغانستان څخه په اتو وزنونو کې اتو ورزشکارانو، يوه روزونکي، يوه ترينر او د تکواندو ملي فدراسیون رئيس ګډون کوی.

د تکواندو ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سياليو د تکواندو درې تنه ورزشکاران په ايران کې تر تمريناتو وروسته وړمه ورځ آذربایجان هېواد ته رسېدلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۵۱
Background image

کابل؛ د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت او پارا المپیک کمیټې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پارا المپیک کمېټې او د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت ترمنځ د هېواد معلولينو ته د ورزشي خدمتونو د وړاندې کولو دوه اړخيزه هوکړه ليک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS