د جودو نړيواله ورځ د انجنير نظر محمد مطمئن په شتون کې د المپيک ملي کمېټې د کنفرانس په تالار کې ونمانځل شوه 

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۲:۱۲
د جودو نړيواله ورځ د انجنير نظر محمد مطمئن په شتون کې د المپيک ملي کمېټې د کنفرانس په تالار کې ونمانځل شوه 

د جودو نړيواله ورځ د المپيک د ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د رئيس نظر محمد مطمئن، د لمپيک د اجراييه رئيس داد محمد پاينده اختري، د جودو فدارسيون د رهبري هيئت، د ورزشکارانو او مينوالو په شتون کې ونمانځل شوه. 
په لومړي سر کې د جودو فدراسيون سرپرست ذبيح الله نظري د جودو پر اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه: د ورزش ادارې د جودو ورزشکارانو ته افتخار وباښه، چې د اکتوبر له ۲۸ د جودو له نړيوالې ورځې يې نمانځه وکړه، دا ځکه، چې مخکې له دې ورځې څخه ډېره کمرنګه نمانځه کېدله؛ خو نن په ډېر مجلل ډول سره ونمانځل شوه . له همدې وجې د جودو ټولو ورزشکارانو ته د نوموړې ورځې مبارکي وايم. 
ورپسې د المپيک ملي کمېټې اجراييه رئيس داد محمد پاينده اختري د خپلو خبرو په جريان کې د جودو لوبې ورزشکارانو او مينوالو ته د دې ورځې مبارکي وويله او زياته يې کړه: موږ د اکتوبر په ۲۸ کې قرار لرو، چې د عقرب له ۶ مې سره سمون لري ، دا ورځ  د جودو له نړيوالې ورځې سره سر خوري او موږ يې نن دا دی نمانځنه کوو. 
داد محمد اختري زياته کړه، سره له دې چې جودو په نړيواله کچه ډېره پخوانۍ تاريخچه لري؛ خو زموږ په هيواد کې د جودو فدراسيون ډېرې لاسته راوړنې نه لري، د ورزش د رهبرۍ اداره له جودو فدراسيون څخه غواړي، چې پر ښو او کارنده پرګرامونو باندې کار وکړي، ترڅو دا څانګه په ورزشي ډګر کې ښې لاسته راوړنې ولري او خپل اصلي دريځ ته ور وګرځي.
په پای کې د جودو ورزشکارانو د ورزش ادارې د رهبري هيئت په مخ کې ځينې تمرينات او نندارې ترسره کړې او د کېک په پرې کولو سره نوموړی پرګرام پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS