د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمریت د ۱۴۰۱ل.ل. کال د تېرو پنځو میاشتو ورزشي فعاليتونه او لاسته ‌راوړنې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۹:۱۲
د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمریت د ۱۴۰۱ل.ل. کال د تېرو پنځو میاشتو ورزشي فعاليتونه او لاسته ‌راوړنې

خوست يو له هغو ولایتونو څخه دی،چې ورزش پکې په پراخه کچه شتون لري او هم په ډېر تعداد د ورزشکارانو او د ورزش مينوالو لرونکی دی. خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په چوکاټ کې اماني ملي لوبغالی لري، چې په مجهز ډول جوړ شوی دی، د دې ترڅنګ ياد آمريت د هاکي، فوټبال او کرکټ اکاډميانې هم لري. په نوموړي ولايت کې د سره صليب په مالي لګښت د باسکېټبال او واليبال لوبو لپاره مجهز ميدان جوړ شوی دی، چې په يادو لوبو کې ترې استفاده کيږي. همدارنګه د ښار دننه د واليبال سرپټی ميدان شتون لري، چې د واليبال لوبې پکې ترسره کيږي ، سربېره پر دې په تڼيوال پارک کې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د فوټبال، کرکټ، باسکېټبال، واليبال ميدانونه شتون لري، چې د اړتيا په وخت کې له نوموړيو لوبغالو څخه هم استفاده کيږي.

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په خپل چوکاټ کې ((۳۵)) ورزشي څانګې فعالې دي، همدارنګه ياد ولايت ۸۹۲ کلبونه لري ،چې زياتره يې د کرکټ په ټېپ بال (۵۳۰)، فوټبال(۹۰) او واليبال(۹۷) کې دي.

ياد ولايت په ۳۵ ورزشي رشتو کې (۳۶۰۰۰) رسمي لوبغاړي لري،چې له دې جملې څخه يې (۴۹۲۲) لوبغاړي له ټولو اړينو معلوماتو سره ډېټابېس ته رسېدلي او تر (۱۰۰۰۰۰) زيات پکې غير رسمي ورزشکاران شتون لري.

ورزشي برنامې او سيالۍ :

د خوست ولایت ورزشي آمریت په تېرو پنځو میاشتو کې د بیا رغونې،جشنونو، سيمنارونو، سیالیو، نمایشونو او ملي ورځو په نمانځغونډو کې په ټوليز ډول ۲۹۷ بېلابېل ورزشي پروګرامونه ترسره کړي دي، چې ۱۰۳ يې په مرکز او پاتې ۱۹۴ هغه يې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

یادې ادارې د والیبال، فوټبال، منډې‌وهلو،کبډي، بایسکېل‌ځلونې،پاورليفټينګ،هاکي، بدن ښکلا، کونګفوتوا، تکواندو آی اېف ټي، تکواندو آی ټي ټي اې اېف، تکواندو:‎ ډبليو، نېزه وهلو، آشي ها کراټې، سکټ انجمن، کېک بوکس، قوت الرمي، شطرنج، ووشو، پارالمپیک، جوجيستو، پانکرېشن، سوکیوکوشين کراټه، سوکيو کوشين کان کراټه، واکو کيوکيشن کراټه،o-sport MMA، پهلواني، آس ځغلونې، فولرزم، کېک جيستو، فولکنټاکټ کېک بوکسینګ، محلي لوبې او موټرسایکل‌ځغلولو د لوبو، سمینارونو جوړولو، لویو او وړو جنشونو ترڅنګ د بیا رغاونې په برخه کې هم بېلابېل فعالیتونه ترسره کړي دي.

د خوست ولایت د ورزشي آمریت له لوري په ځاځي میدان، تڼيو، ګربز او صبریو والسوالیو کې د نېزه وهلو، والیبال، جمناستیک او محلي لوبو لوی- لوی جشنونه هم نیول شوي وو، چې د نندارې لپاره يې په زرګونو مینوال راغلي وو.

د یاد ولایت د ورزش ادارې له لوري ۵۵ ورزشي پروګرامونه مرکز متون، ۳۰ په مرکز لکڼ، ۱۸ په مرکز شمل، ۹ په ځاځي میدان ولسوالۍ، ۱۳ په باک ولسوالۍ، ۳۱ صبریو ولسوالۍ، ۱۱ په عليشېر، ۱۴ په ګربز، ۳۹ په تڼيو ولسوالۍ، ۳۳ په اسماعېل‌خېلو ولسوالۍ، ۱۴ په نادر شاه‌کوټ، ۱۰ په دوه ‌منده شمل ولسوالۍ، ۶ سپېره والسوالۍ، ۷ قلندر ولسوالۍ او ۷ ورزشي پروګرامونه په موسی‌خېلو ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې په دې کې د بېلابېلو المپيکي او غير المپیکي ورزشونو ترڅنګ د سیمه‌ييزو ورزشونو نندارې او سیالۍ هم شوې دي.

دغه راز د خوست ولایت د اماني لوبغالي رغول، په یاد لوبغالي کې د ۲۰۰ زينتي بوټو کېنول، د ICRC له خوا پر جوړ شوي سرپټي میدان د جال راتاوول، ۱۶ کلبونو او ۱۶ روزونکو ته د ورزشي فعالیت په موخه د اسنادو ورکول، د ورزشکارانو لپاره ډېټابېس جوړول او هغه ته د ۲۲۰۰ ورزشکارانو رسول او تکواندو، جوجيستو، بدن ښکلا، پاور ليفټينګ او کبډي په برخه کې بېلابېلو استادانو، روزونکو او ورزشکارانو ته سيمنارونه ورکول هم د دې ولایت د ورزش ادارې له مهمو فعالیتونو څخه شمېرل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

ننګرهار؛ مومند دره ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باسول ګلستان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۹
Background image

بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

غزني کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونګ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د استعداد موندنې جام په نوم د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS