د خوست ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې د ورزشي جشن پر دوام د رزمي ورزشونو ورزشکارانو نمايشونه ترسره کړل
د خوست ولایت تڼيو ځوانانو ورزشي جشن پر دوام تېره ورځ د ليندۍ په ٢٠ نېټه د رزمي ورزشونو ورزشکارانو له لوري ورزشي نمايشونه ترسره شول.
دغه ورزشي نمايشونه، چې د خوست د ورزش امريت په لارښونه ترسره شو د رزمي ورزشونو د څلور کلبونو ګڼو ورزشکارانو پکې برخه لرله.
يادو ورزشکارانو پر خپلو ځانونو د موټر تېرولو او نورو حرکتونو په اجرا کولو سره د ورزش مينوال خوشحاله کړل.
د خوست ورزشي امر کډوال د دې جشن پر دوام وویل: پلان لري، چې دا ډول پروګرامونه په ټولو ولسوالیو کې په ترتیب سره ترسره کړي او بیا یو لوی پروګرام د ټولو ولسوالیو په ګډون په مرکز کې ونیسي.
