د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل:
په بریالیتوب سره د دغې بین اللمي جشنوارې د پای ته رسېدو مبارکي وایم.
دا د افغانستان لپاره غټه لاسته راوړنه ده، چې په یو وخت کې د شبږو هېوادونو مېلمانه او ورزشکاران راغلي وو او ښې سیالۍ یې ترسره کړې.
موږ هیله کوو، چې په راتلونکي کې له دې هم د سترو سیالیو کوربتوب وکړو.
له ملي سپورټ ټلویزیون څخه مننه کوو، چې دا سیالۍ یې په ښه توګه په ژوندۍ بڼه ترسره کړې.
دغه راز د جنسنګ انرژي شرکت څخه مننه کوو، چې د سیالیو مالي ملاتړ یې وکړ. همداراز له ټولو امنیتي ادارو مننه کوو، چې د سیالیو لپاره یې ښه امنیتي تدابیر نیولی و.
همداراز د رسنیو له ټولو استازو مننه کوو، چې دغو لوبو ته یې ښه رسنیز پوښښ ورکړ او په خپلو ښو راپورونو یې د افغانستان ریښتینی او مثبت انځور نړۍ ته ورساوه.
