د غزني مرکز ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو هوشارافو سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۰:۴۰
د غزني مرکز ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو هوشارافو سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو هوشارافو سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د غزني، کابل، هرات او زابل ولایت ورزشکارانو په بېلا بېلو عمري کټګوریو کې ګډون کړی وو، چې په پایله کې غزني لومړی، هرات دویم او کابل ولایت ورزشکارانو بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه رزمي لوبو ته د ځوانانو هڅول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۴
Background image

کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ چې شاوخوا يوه نيمه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ تنو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د هرات په کوربتوب د شپږو ولایتونو ترمنځ د فول رزم اتلولۍ سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غزني، زابل، کندهار، فراه، بادغیس او هرات ولایتونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول. . .

BACK TO NEWS