د هرات په کوربتوب د شپږو ولایتونو ترمنځ د فول رزم اتلولۍ سیالۍ وشوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غزني، زابل، کندهار، فراه، بادغیس او هرات ولایتونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم اتلولۍ سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د هرات ولایت ورزشکارانو لومړی، د زابل ولایت ورزشکارانو دویم او د کندهار ولایت ورزشکارانو بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د غوره ورزشکارانو پېژندل او د فول رزم ورزش ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
