د غزني مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز او ولسواليو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې د آزاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ازاد لوبډلې خپلې سیالې پلان سه لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبډلې موندل و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
