د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د تېر کال د يو کلنو کړنو او لاسته راوړنو لنډ راپور

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۴:۵۵
د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د تېر کال د يو کلنو کړنو او لاسته راوړنو لنډ راپور

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري په یاد ولایت کې په تېر کال کې ۱۹۵ ورزشي برنامې او یو شمېر نور مهم فعالیتونه ترسره شوي دي.

دغه سیالۍ د فوټسال ،فوټبال ، والیبال، بېلابېلو ورزشي نندارو، رزمي، کانگفو، سوک وهنې، WTF تکواندو، ووشو، د بدن ښکلا، کیک بوکس، قوت الرمی، لامبو وهنې، نیزه وهنې، موی تای،ITF تکواندو، فریزبی، بایسکېل ځغلونې، غر ختنې، محلي غېږ نیونې او غشي ویشتنې په برخه کې د بدني روزنې او ورزش آمریت او غړو او ځینې یې د بدني روزنې او ورزش عمومی رئیس په شتون کې ترسره شوې دي.

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د مسوولانو په خبره؛ له یادو سیالیو څخه ۱۰۲ سیالۍ په مرکز او پاتې ۹۳ نورې یې په ولسوالیو کې ترسره شوې دي، چې تر ټولو ډېرې (۲۲) سیالۍ په جاغوري او تر ټولو کمې (۲) سیالۍ په ناوه ولسوالۍ کې ترسره شوې دي.

د راپور پر بنسټ، په دغې موده کې په مرکز او ولسوالیو کې د فوټبال، فوټسال او والیبال لوبو لپاره ۹ ورزشي لوبغالي جوړ او پرانیستل شوي دي.

همداراز د غزني ولایت د فوټبال سټیډیوم هم، چې تېر کال د سېلابونو له امله زیانمن شوی و، په همدې موده کې بېرته ورغول شو او د بدني روزنې او ورزش د رهبري هیئت په حضور کې پرانیستل شو، همداراز په یاد سټوډیوم کې د یو درې اطاقه بلاک او ورسره د نورو ټولو امکاناتو د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

د یادونې وړ ده، چې په غزني ولایت کې د ټولو برخو ۱۴۹۹۲ ورزشي لوبغاړي شتون لري.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS