د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د رمضان جام فوټسال سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۵:۵۴
د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د رمضان جام فوټسال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په هماهنګۍ د جاغوري ولسوالۍ په شهيد ياسين کريمي لوبغالي کې د يادې ولسوالۍ د کليو د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د يوې مياشتې لپاره د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د امېد بلو او دلتمور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پايله کې د امېد بلو لوبډله وتوانېده، چې خپلې سيالې لوبډلې ته په ۱/۷ ګولونو توپير سره ماتې ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې دا سيالۍ د شپې له خوا ترسره کيږي او هره شپه پکې دوه لوبې کيږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

ننګرهار؛ مومند دره ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باسول ګلستان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۹
Background image

بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

غزني کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونګ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د استعداد موندنې جام په نوم د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS