د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د نېزې وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۶:۲۷
د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د نېزې وهنې سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د ورزش امریت په مرسته د ملي او عنعنوي لوبو مدیریت له لوري د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د مقر، ده یک او اندړو ولسوالۍ د ۳۶ اس سپرو له لوري د نېزې وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو موخه د ملي، محلي او دودیزو لوبو وده او پراختیا ده، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پای کې د اندړو ولسوالۍ لومړی، ده یک ولسوالۍ لوبډلې دویم او د مقر ولسوالۍ لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

په پای کې د ګډونوالو مسوولینو له لوري غوره لوبډلو ته کپونه او د اتلوۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

کندز؛ دوراهي آمو لوبډلې د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ د دوراهي آمو. . .

BACK TO NEWS