د غور ولایت لوړو زده کړو مؤسسې انګلیسي ډيپارټمنټ د محصلینو جام فوټسال سیالیو اتلولي وګتله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۶:۵۱
د غور ولایت لوړو زده کړو مؤسسې انګلیسي ډيپارټمنټ د محصلینو جام فوټسال سیالیو اتلولي وګتله

د غور ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو جام فوټسال سیالۍ چې یوه اوونۍ وړاندې د دې موسيسې د بېلابېلو ډیپارڼمنټونو د ۱۲لوبډلو ترمنځ د غور د ورزش امریت په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون له لوري په هریرود ورزشي جمنازیو کې پیل شوې وې، تېره ورځ د انګلیسي ډيپارټمنټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د انګلیسي او کمپیوټرساینس ډپیارټمنټونو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه د ۷-۲ پایلې سره د انګلیسي ډپیارټمنټ لوبډلې په ګټه پای ورسېده.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ځوانان ترمنځ د فوټسال ورزش وده ده.

په پای کې عبداظاهر یوسفي د غوره ګول وهونکي، شفیق الله عزیزي د غوره لوبغاړي، فیروز الدین فیروز د غوره ګول ساتونکي جایزې او د ریاضي ډيپارټمنټ لوبډلې د اخلاقو کپ ترلاسه کړ.

همدا راز په اخیر کې په لوبو کې د ګډون کونکو مسوولینو له لوري ګټونکې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS