د فوټسال نولس کلنۍ ښکته لوبډله هېواد ته بریالۍ راستنه شوه

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۰:۲۸
د فوټسال نولس کلنۍ ښکته لوبډله هېواد ته بریالۍ راستنه شوه

د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو کې له ګډون وروسته افغان نوولس کلنۍ ښکته لوبډله نن بېرته هېواد ته راستنه شوه او دلته یې د مسوولینو او مینه‌والو له خوا تود هرکلی شو.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش ښاغلی رییس انجینر نظرمحمد مطمئن، د سلاکار بورډ غړي، د فوټبال فدراسیون رییس او ګڼو مینه‌والو نن سهار په کابل هوایي ډګر ته د یادې لوبډلې د ښه راغلاست لپاره ورغلي وو او تر هغه وروسته په فوټبال فدراسیون کې د دغې اتلولۍ او لوبغاړو ستاین‌ِغونډه وشوه.

په یادو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش رییس انجینر نظرمحمد مطمئن وویل؛ د ویاړ ځای دی، چې دښمنان زموږ پر ضد تبلیغات کوي، خو زموږ ځوانان هېواد او هېوادوالو ته داسې ویاړونه راوړي.

ښاغلي مطمئن پخپلو خبرو کې د فوټبال فدراسیون له هڅو مننه وکړه او همدارنګه د لوبو کوربه هېواد څخه یې مننه وکړه، چې له افغان لوبغاړو سره یې د ویزو او نورو امکاناتو برابرولو کې مرسته وکړه.

نوموړي همدارنګه د فوټسال نوولس کلنې لوبډلې لوبغاړو له هڅو او بریاوو ستاینه وکړه او د دغه ستر ویاړ مبارکي یې لوبغاړو او ټولو هېوادوالو ته وویله.

د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر هم له حافظ احمدجان، د فوټسال رهبرۍ او ټولو لوبغاړو څخه مننه وکړه، چې د مرکزي اسیا سیالیو کې یې په لوړ همت لوبې وکړې او هېواد ته یې ستر ویاړ ور په برخه کړ.

نوموړي همدارنګه د المپیک ملي کمېټې او ورزش له مشرتابه هم مننه وکړه او دا بریا د هغوی د هڅو پایله وګڼله.

د فوټبال فني مرستیال د لوبغاړو تر منځ یووالی د ټولو بریاوو بنسټ وګاڼه او خوښي یې وښودله چې د فوټسال نوولس کلنه ملي لوبډله دا ویاړ لري او ځکه یې هېواد ته داسې ستر ویاړ راووړ.

د مراسمو په پای کې د فوټسال نوولس کلنې لوبډلې لوبغاړو ته ځانګړې شوې ډالۍ ورکړل شوې.

یاده دې وي، چې د افغانستان نوولس کلنې فوټسال لوبډلې د مرکزي اسیا سیالیو کې تر ایران وروسته دویم مقام خپل کړ. افغانستان په دغو سیالو کې ۹ نمرې ترلاسه کړې، چې قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان ته ماتې ورکړې، خو له ایران څخه یې ماتې وخوړله. همدارنګه افغان لوبغاړی امید قنبري د دغو سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS