د لوګر د والیبال د پسرلنیو سیالیو اتلولۍ د لوګر اتلانو لوبډلې وګټله

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
د لوګر د والیبال د پسرلنیو سیالیو اتلولۍ د لوګر اتلانو لوبډلې وګټله

دغه سيالۍ د ٢٢ ټيمونو په ګډون شوې وې چې د دې ټورنمنټ په پاى لوبه د لوګر اتلانو او د اتفاق محمداغې ټيمونه ترمنځ وشوه او چې په پای کې د لوګر اتلانو خپل سیال ماتې ورکړه او د دې پړاو اتلولي خپل کړه.

د لوګر ولايت د ورزشي مسوولينو د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ د تېر کال د کب په ٢٥مه پيل شوې او د وری په ١١مه پاى ته ورسېدې.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د ورزشکارانو تر منځ ورورګلوۍ روحیه رامنځته کول او ورزشکاران له نشه یي توکو څخه لرې ساتل بلل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS