د موی تای افغان ورزشکارانو د ازبکستان په کوربتوب بین المللي سياليو کې لس مډالونه وګټل

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۲۱:۳۹
د موی تای افغان ورزشکارانو د ازبکستان په کوربتوب بین المللي سياليو کې لس مډالونه وګټل

د موی تای افغان ورزشکارانو د موی تای ۲۰۲۵ بین المللي سياليو کې، چې د ازبکستان په کوربتوب وې، دوه د سرو زرو، څلور د سپينو زرو او څلور د برنزو مډالونه وګټل.

له يادو مډالونو څخه علی ابراهيمي او احسان الله رضايي د سرو زرو، علي باسط محمدي، امين الله غلجايي، احمد راشد محمدي او مالک نورزي د سپينو زرو او مصطفی رضايي، ياسين بیجندي، علی براتي او علی خاوري د برنزو مډالونه وګټل.

دغه سيالۍ د ازبکستان په کوربه‌توب په پلازمېنه تاشکند‌ ښار کې له شلو ډېرو هېوادونو په ګډون د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۰ پيل شوې او نن(د نومبر ۱۶) پای ته ورسېدې، چې د افغانستان په استازولۍ پکې ۱۳ ورزشکارانو او ۴ پلاوو ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

د یادو سياليو پايلوبه کې استقلال لوبډلې د یو پر صفر میدان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۱
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او ۳۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS