د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍد قیلغو والیبال سیالیو دوام

د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ قیلغو والیبال سیالیو په دوام تیره ورځ د شیرزاد او سره رود عبدالواحد احمدزي والیبال لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه.
یادې سیالۍ ورزش ته دځوانانو هڅولو او لېرې پرتو سیمو ته د ورزش رسولو په موخه د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوي.
د تیرې ورځ سیالۍ کې سره رود حاجي عبدالواحد والیبال لوبډله وتوانېده چې سیالې شیرزاد منتخبې لوبډلې ته له دریو دوه میدانه په ګټلو ماتې ورکړي او سیالي یې په خپل نوم کړه.
یادې سیالۍ دبدني روزنې او ورزش ریاست په نوښت پیل شوي دي