د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د ۱۴۰۲ لمریز کال کاري راپور
ننګرهار ولایت د افغانستان یو له لویو ولایتونو څخه دی او د هېواد په ختيځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په علمي، سیاسي، ادبي، کلتوري، ورزشي او ګڼو نورو برخو کې ډېر ستر شخصیتونه روزلي او په دغو برخو کې یې د پام وړ کارونه او پرمختګونه کړي دي.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د ۱۴۰۲ لمریز کال کلنی راپور په لاندې ډول دی:
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په مرکز او ولسوالیو کې د المپیکي، غیر المپیکي او دودیزو لوبو په برخه کې ټولې ۴۰۵ سیالۍ ترسره کړي دي چې ۱۶۹ یې په مرکز او پاتې ۲۰۴ سیالۍ یې په ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
همداراز د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ورزشي برخو ورزشکارانو په ۱۴۰۲ کال کې کابل، میدان وردګ، خوست، هرات، کندز، لغمان، لوګر او کاپیسا ولایتونو ته ورزشي سفرونه کړي دي چې په مختلفو ورزشي رشتو کې یې د سیالیو په ترسره کولو سره لومړی، دویم او درېیم مقامونه ګټلي دي.
دغه راز، د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د کراټې، کونګفتوا، ووشو او لامبو وهنې فدراسیونونو ټولو ورزشکارانو او اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې ښوونیز سمینارونه ترسره کړي دي.
د ننګرهار ولایت د ورزش ادارې د راپور له مخې په یاد ولایت کې د بایسکېل ځغلونې، ټېبل ټېنس، بدمنتون او هاکي فدراسیونونو تازه په فعالیت پیل کړی دی، چې په دې سره په اوس وخت کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست تر چتر لاندې په بېلابېلو برخو کې (۲۷) فدراسیونونه فعالیت کوي.
همداراز په دغه ولایت کې له کلني پلان سره سم ۱۰ ورزشي کلپونه تازه پرانیستل شوي، چې له دې سره په ننګرهار کې د ټولو فعالو ورزشي کلپونو شمېر (۱۸۱) ته رسېږي.
رغنیزې چارې :
د ننګرهار ولایت د بدني روزې او ورزش عمومي ریاست له لوري په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د فوټبال د ورزشي ستډیوم چمن بیاځلي رغولی او همداراز په همدې موده کې یې درې د والیبال میدانونه جوړ کړي، چې یو یې د یاد ریاست په انګړ او دوه نور یې په ولسوالیو کې موقعیت لري.
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست توانېدلی دی، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د یاد ولایت لرې پرتو سیمو، ولسوالیو او بانډو ته ورزش ورسوي او ورزش دود کړي. همداراز له نشه يي توکو څخه د ځوانانو را ګرځول او ورزش ته یې هڅول، ځوانان د اسلامي نظام تر چتر لاندې راوستل او نظام ته ژمن کول د یاد ریاست سترې لاسته راوړنې بلل کېږي.
