د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په کږې بازار کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۲:۴۳
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په کږې بازار کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې

یادې تشویقي سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او لېرې پرتو سیمو ته د ورزش غځولو په موخه پیل شوې وې.

دې سیالیو کې د ووشو ۵۰ ورزشکارانو چې ۲۵ جوړې کېدلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې.

یادې سیالۍ د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست او ووشو فدراسیون په همغږۍ د استاد سیف الرحمن په نوښت د خوږیاڼو ولسوالۍ د کږې بازار کې ترسره شوې.

ځایې اوسیدونکو ددې سیالیو په ترسره کېدلو خوښي څرګنده کړه او ورزش ته یې په لا ډیرې پاملرنې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS