د ننګرهار په دوه ولسوالیو کې کوچي ورزشکارانو ته ورزشي وسایل ووېشل شول
ننګرهار په دوه ولسوالیو کې کوچي ورزشکارانو ته په دې موخه وررشي وسایل ووېشل چې یاد ورزشکاران ورزش ته لا وهڅول شي او وده ورکړي.
د ننګرهار په دې دوه روداتو او بټي کوټ ولسوالیو کې یادو ورزشکارانو ته د کرکټ بيټونو او بالونو ترڅنګ د والیبال توپونه هم ووېشل شول.
د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایې د دې کار موخه ورزش ته د کوچې وزشکارانو هڅول دي.
د دې ورزشي توکو د وېشلو په مراسمو کې د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش د بېلا بېلو برخو استازو ګډون کړی وو.
په ورته مهال د دواړو ولسوالیو کوچي اوسېدونکو او ورزشکارانو بیا ژمنه وکړه چې خپلې منظمې لوبډلې به جوړوي او ورزش ته به وده ورکوي.
باید وویل شي چې تېره ورځ ننګرهار کې د پلازمینې کابل څخه ورغلي پلاوي په شتون کې ورزش ته د کوچي ورزشکارانو د هڅولو په پار ناسته هم تر سره شوې وه.
