د نوي نظام تر چتر لاندې ورزشي فعالیتونه

د نوي نظام تر چتر لاندې ورزشي فعالیتونه
په هېواد کې له تحولاتو وروسته د ا.ا.ا د واکمن نظام په توګه حاکم او د نورو فعالیتونو تر څنګ ورزشي فعالیتونو ته هم د لوبغاړو، مینه والو، رسنیو او حتی نړۍ سترګې متوجه شوې، چې نوی نظام به له دې بنسټ سره څه ډول چلند کوي؟
الحمدلله د ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته ورزشي فعالیتونه لا هم غوړېدلي او د ورزشکارانو لپاره تر بل هر وخت مناسب فرصت او خوندي افغانستان برابر شوی دی.
د المپیک ملي کمېټې، بدني روزنې او ورزش سرپرست رییس انجینر نظرمحمد مطمئن د فدراسیونونو تر منځ د همغږۍ، یووالي او د واحد افغانستان لپاره د مبارزې او لوبو د ملاتړ ډاډ څرګندوي.
د تحولاتو له راتګ سره، سره له دې چې په اقتصادي برخه کې ښايي ځينې صحنې ټکنۍ شوې وې، خو د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست هڅه وکولی شوای چې خپل فعالیتونه روان وساتي، غښتلي يې کړي او د ټکني کېدو چانس ور نه کړي.
روان فعالیتونه:
تر اوسه پورې یوازې پلازمېنه کې له شخصي ادرسونو ترسره شویو فعالیتونو پرته یاد ادرس د تلې پر ۱۴مه د بکسنګ، په ۲۶مه د کانګفو، د لړم په څلور مه د ولیبال، په لسم يې د بکسنګ، په همدې ورځ د هند بال، پر ۱۱ د باسکټبال او په ۱۴مه يې د بکسنګ خپل منځي – د کلپونو تر منځ لوبې ترسره کړې دي، همدا اوس د فوټبال فدراسیون د شپږو لوبډلو تر منځ د امن کپ په نامه لوبې روانې دي.
ولایتونو کې:
خوست کې ۱۱، نیمروز یوه، کاپیسا دوه، ننګرهار څلور، سمنګان څلور، تخار څلور، پکتیکا څلور، کنړ دوه، میدان وردګ دوه، کندوز اته، جوزجان پنځه، پکتیا یوه او غزني کې نهه لوبې ترسره شوې دي.
له هېواده د باندې:
د ا.ا له واکمنۍوروسته سره له دې چې له نړۍ سره اړیکو جوړولو وخت غوښت، خو ورزش وتوانید چې له هېواده د باندې هم خپل فعالیتونه روان وساتي،د جاپان توکیو ته د پارالمپیک اته کسیز ټیم، د بلیارد او سنوکر شپږ نفري ټیم د قطر دوحې ته، بیا هم دوحې ته د پینګ پانګ فدراسیون اوه کسیز ټیم او پاکستان ته د تکواندو لوبغاړو سفرونه شوي دي.
همدا اوس د تکواندو ۳۵ تنه لوبغاړي په پاکستان کې پر لوبو بوخت دي، چې په دې مسابقو کې له ۱۷هېوادونو، ۳۶لوبډلو برخه اخیستې ده، تر اوسه پورې یې د سروزرو مډال په ګډون ګڼ د برونزو او نقرې مډالونه اخیستي دي.
راتلونکي کې:
د ورزش کارانو د پوره ملاتړ لپاره هڅه کېږي چې ورزشي فعالیتونه لا پراخ او منظم شي، هوډ لرو چې له هېواده ځينې وتلي ورزشکاران هم بېرته تشریف راوړي، چې د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست په هڅونه د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر او د کوروش رییس ضیا دشتي بېرته راغلل.
پای.