د هرات د ټنیس منتخبې لوبډلې د غوراوي دوولسم پړاو سیالۍ پای ته ورسیدې

د هرات ولایت د ټنس منتخبې لوبډلې د غوراوي دوولسم پړاو سیالۍ چې له لسو ورځو را په دې خوا د ۱۶ لوبغاړو ترمنځ په ډلییز ډول پیل شوې وې، پای ته ورسیدې.
ددې سیالیو د پای په مراسمو کې د هرات ښاروال، د ورزش ادارې مسؤولینو، د فدراسیونونو مشرانو، مخکښو ورزشکارانو او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.
د سیالیو په پایله کې علي رضا نصیري لومړی، وکیل احمد فقیري او احمد خالد حسیني په ګډه دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د ټنس ولایتي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو غوراوی، د ورزش وده او پراختیا وه.