د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست لخوا د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کاليزې په مناسبت د بدن ښکلا سيالۍ ترسره کړې. 

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۳:۷
ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت هرات با همکاری نمایندگی فدراسیون پرورش اندام ،به پیشواز از صدمین سالگرد استقلال کشور، مسابقات انتخابی پرورش اندام را برگزار کرد. 

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست لخوا د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کاليزې په مناسبت د بدن ښکلا سيالۍ ترسره کړې. 
دا لوبې د زمري په ۵ مه نېټه د شنبې په ورځ د شهيد ميرويس صادق په جمنازيوم کې ترسره شوې چې ۵۰ لوبغاړو پکې برخه اخېستې وه او په دوو څانګو کې (کلاسيک باډي) او (د دريځ په سر فېټڼېس) کې ترسره شوې. د دې لوبو په پای کې ۹ هغه ورزشکاران په بېلابېلو څانګو کې چې تر نورو يې ښې نندارې وړاندې کړې وې 
د هرات منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

د هرات

غوره شوې لوبغاړي به اونۍ وروسته په کابل کې په ملي سياليو کې ګډون وکړي. بلخوا په هرات کې د شطرنج لوبغاړو هم د سلمې کاليزې په مناسبت سيالۍ وکړې. په دې لوبو کې ۶۰ نارينه لوبغاړو او ۲۷ ښځينه لوبغاړو برخه اخېستې وه. دا سيالۍ په سويسي سېټم ترسره کېږي چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به لوبغاړي يوه اونۍ پخپلو منځونو کې ولوبېږي.
----------

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS