د هرات ولايت ولسوالیو او ښارګوټو په کچه د واليبال سيالۍ پيل شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۰:۴۶
د هرات ولايت ولسوالیو او ښارګوټو په کچه د واليبال سيالۍ پيل شوې

د هرات ولايت بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د واليبال فدراسيون له لورې د ولسوالیو او ښارګوټو ١٢لوبډلو ترمنځ د واليبال جام سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ چې ترقي پارک ته څېرمه د تابان واليبال لوبغالي کې ترسره کيږي په لومړي ورځ يې څلور لوبې وشوې چې شنډنډ د ٣-٠ غوريان لوبډلې ته ماتې ورکړه په همدې ترتیب پښتون زرغون لوبډلې ٣-٠ اسلام قلعه له مخې لري کړه همداراز تورغونډۍ ښارګوټي ٣- ١ د اوبه ولسوالۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

په پاى کې د ادرسکن ولسوالۍ هم ٣-٠ امتياز سره انجيل لوبډله ماته کړه.

د واليبال دغه جام چې د هرات ولسوالیو او ښارګوټو په کچه پيل شوى تر يوې مياشتې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS