د هلمند فولاد لوبډلې د کرکټ د لس اوره سیالیو اتلولۍ وګټله

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۶ - ۸:۲۲
د هلمند فولاد لوبډلې د کرکټ د لس اوره سیالیو اتلولۍ وګټله

د هلمند د کرکټ لس اوریزه لیګ سیالۍ د یوه ملي سوداګر په مالي همکارۍ د دغه ولایت د بدني روزنې امریت او د کرکټ ادارې په ګډې همکارۍ پیل شوې وې، چې د هلمند فولاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دې سياليو په وروستۍ لوبه کې د جمالزي لوبډلې او د هلمند فولاد لوبډلې سره لوبه وکړه، چې د جمالزي لوبډلې په لسو اورونو کې ۸۶ منډې سيالې لوبډلې ته هدف وټاکه د هلمند فولاد لوبډلې یاد هدف په ۷ آورونو کې پوره کړ او د دې پراو اتلولي یې ترلاسه کړه

د يادونې وړ ده، چې دغه لوبې په غازي محمد ايوب خان سپورتي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۵۱
Background image

کابل؛ د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت او پارا المپیک کمیټې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پارا المپیک کمېټې او د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت ترمنځ د هېواد معلولينو ته د ورزشي خدمتونو د وړاندې کولو دوه اړخيزه هوکړه ليک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS