د هيواد د ورزش ادارې له لوري د المپيک نړيواله ورځ ونمانځل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۰:۴۴
د هيواد د ورزش ادارې له لوري د المپيک نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د افغانستان د ورزش ادارې له لوري د المپيک نړيواله ورځ ( 23june ) د يو لړ شاندارو ورزشي مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودو حقاني، د دغه رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدران، د اداره امور د نظارت او پالیسي معاون مولوي صاحب سیف الدین تائب، د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس مولوي حمد الله وثیق، د المپيک ملي کمېټې اجرايه رييس داد محمد پاينده اختري، د يادې کمېټې معاون باور هوتک، د اورګاډي پټلۍ عمومي رئیس مولوي بخت الرحمن شرافت، د زراعت د استملاک او اماکن مجدد عمومي رئیس مولوي عبدالعلي عمري، د زراعت وزارت د عشر او زکات عمومي رئیس مولوي شمس الله محمد، د نورو دولتي ادارو مسولینو، د سپورټ اداري مسولینو، د ګڼو فدراسیونونو رئیسانو، ورزشکارانو او سلګونو مینوالو برخه اخیستې وه.

په پيل کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي عبدالودو حقاني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه: په نړيواله کچه ډېرې ورځې شتون لري، چې نمانځل کېږي، خوښ يو چې نن په افغانستان کې د المپيک نړيواله ورځ نمانځو. ده همداراز وويل موږ هڅه کوو چې د‌ المپيک له نړيوالې کمېټې سره د اسیا د المپیک له کمېټې سره او نورو نړیوالو ورزشي ادارو سره ښې، مثبتې او دوه اړخیزې اړیکې ولرو او له دې لارې د خپل هیواد د ورزشکارانو ګټې خوندي کړو.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې معاون باور هوتک خبرې وکړې او د دغې ورځې په نمانځلو يې خوښي څرګنده کړه، هغه وويل: د المپيک د نړيوالې ورځې ارزښت په نوره نړۍ کې د نورو ارزښتونو په شان نمانځل کېږي، ده پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې دې ورزش ته پاملرنه وکړي او دې برخې ته دې له سياسي ديده نه ګوري.

ښاغلي هوتک په وروستيو کې د افغانستان په ورزشي برخه کې د لاسته راوړنو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه چې موږ هڅه کوو ان د کليو او ولسواليو په کچه غوره ورزشکاران ومومو؛ ترڅو په نړيواله کچه د افغانستان نوم اوچت او ښه استازولي وکړای شي.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې اجرائيه رئيس داد محمد پاينده اختري د دغې ورځې د نمانځلو په پار خوښي څرګنده کړه، د دغې ورځې په تاريخي شالید يې رڼا واچوله او ټولو افغان ورزشکارانو ته يې د يادې ورځې مبارکي ورکړه. ده همداراز په دې وروستيو کې د هيواد د ورزشي ادارې د عمومي رئيس په لاسته راوړنو خبرې وکړې او ورزش يې په دې وروستيو کې د ودې او پرمختګ په لور ياد کړ. ده زياته کړه موږ د المپيک نړيوالې کمېټې منشور او اساسنامو ته د اسلامي شعايرو په رڼا کې ژمن يوو او هرکلی يې کوو.

د يادو مراسمو په اوږدو کې د چارو ادارې معين سيف الدین تايب هم د يادې ورځې په پار خوښي څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې افغان ورزشکاران به په نړيواله کچه ښې لاسته راوړنې ترلاسه کوي او د افغانانو نوم به اوچت ساتي، نوموړي افغان ورزشکارانو ته په سپارښتنو کې وویل، چې تل د اسلامي او افغاني ارزښتونو پابند اوسئ او په نوره نړۍ کې یې ښه نماینده ګي وکړئ.

هېره دې نه وي، چې د يادو مراسمو په جریان کې د المپیک ملي کمېټې په انګړ کې د المپیک نړیوالې کمېټې لوګو، چې په ځانګړي سکښت سره جوړه شوې وه پرانیستل شوه او همدارنګه د لسګونو فدراسيونونو د ګڼو ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې هم ترسره شوې او د راغلو مېلمنو د خوښې وړ وګرځېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد شاروالي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۵
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جمال ناصر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د مهترلام روغتیايي علومو انسټیټوټ په مالي ملاتړ د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې. . .

BACK TO NEWS