د هېواد د سنوکر لوبغاړي د دې رشتې د نړيوال فدراسیون په کلنيو سياليو کې د ګډون په موخه قطر ته روان شول
د افغانســــــــتان د سنوکر ملي فدراسیون ورزشکاران د سنوکر نړيوالو کلنيو سياليو کې د ګډون په موخه، چې د روان کال نومبر په ١٥مه نېټه ترسره کیږي، قطر ته روان شول.
دغه سيالۍ چې د نومبر له ١٥مې څخه تر ٢٤ مې نېټې به دوام وکړي د افغانستان په استازیتوب د ماسټرانو په برخه کې (صالح محمد محمدي او رئیس خان سن زى) دوه ورزشکاران او همداراز د هېواد د سنوکر فدراسيون فني او مسلکي مرستيال وحيد الله اصغري به پکې ګډون وکړي.
د يادولو ده، چې د دغو سیالیو د ځوانانو په برخه کې ، چې له ٥ مې څخه تر ١٥ مې نېټې په قطر کې ترسره شوې، افغان ورزشکارانو د مالي امکاناتو د نشتون له کبله پکې ګډون ونه شو کړای.
