د هېواد د ورزش ریاست پلاوي د جوزجان له والي سره وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۲:۳۷
د هېواد د ورزش ریاست پلاوي د جوزجان له والي سره وکتل

د هېواد د بدني روزنې او سپورت ریاست پلاوي د جوزجان ولایت له والي قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په یاده کتنه کې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق، د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست د ورزشي چارو سلاکار قاري حیات الله رحماني، د مشورتي بورډ غړي سید مبشر هاشمي، حقوقي سلاکار سید رسول افغان حضور درلود، چې ترمنځ یې د ورزشي مسایلو او د ورزشکارانو د ستونزو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او المپیک ملي کمیټې پلاوي د جوزجان له والي قاري ګل حیدر شفق سره د دغه ولایت د ورزشکارانو د ستونزو، ننګونو او د بخدي وزلوبې میدان په اړه خبرې وکړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي ګل حیدر شفق د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پلاوي ته د ښه راغلاست ووایه او زیاته يې کړه چې د بخدي د وزلوبې میدان موضوع به د ولایت مقام په راتلونکې اداري غونډه کې مطرح کړي او د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اوریدو سره به لازم اجرآت ترسره شي.

همدارنګه ښاغلي شفق زیاته کړه چې د جوزجان سیمه ییزه اداره به تل د ورزشکارانو ترڅنګ چې ډېری یې ځوانان دي، ولاړه وي او د ورزش په برخه کې به هر څومره چې ممکن وي مرستې او همکارۍ ته به دوام ورکړي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې تر دې غونډې مخکې د ورزش امريت او د ورزشي فدراسيونونو له مسوولينو او د ورزشي فدراسيونونو له استازو سره وکتل او د هغوى په ستونزو يې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS