د والیبال ملي لوبډله د آسیا په مرکزي زون سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو سره هېواد ته راستنه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۲:۲
د والیبال ملي لوبډله د آسیا په مرکزي زون سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو سره هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د آسیا د مرکزي زون په سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه او د د سپورت ادارې له لوري یې تود هرکلی وشو.

د والیبال ملي لوبډلې ته د هېواد د المپیک ملي کمیټې او سپورت ریاست له لوري د ښه راغلاست ځانګړي مراسم نیول شوي وو، چې د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیک ملي کمیټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري، د فوټبال فدراسیون مسؤولینو، مېلمنو او ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.

د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ورزشکارانو او افغان ملت ته د والیبال ملي لوبډلې د درېیم مقام ګټلو مبارکي ورکړه او په ورزشي ډګر کې یې د ورزشکارانو په وروستیو پام وړ بریاوو خوښي وښوده.

ښاغلي وثیق وویل: "موږ د چین هېواد په کوربه توب د آسیا په المپیکي سیالیو کې هم خورا ښه وځلېدو، له کمو امکاناتو سره سره مو پنځه مډالونه وګټل، په نړیوالو سیالیو کې زموږ د دومره شمېر ورزشکارانو ګډون هم یوه بریا ده".

ښاغلي وثیق یو ځل بیا له ورزشکارانو سره ژمنه وکړه چې د دوی هر راز همکاري به کوي او د سترو ویاړونو د ګټلو زمینه به ورته برابروي.

ورپسې د والیبال ملي فدراسیون سکرتر جنرال احمد ناصر نوري د والیبال په برخه کې په تیرو یو کلنو لاس ته راوړنو لنډه رڼا واچوله او د آسیا مرکزي زون په سیالیو کې یې د ملي لوبډلې د ګډون په اړه راپور وړاندې کړ.

ښاغلي نوري وویل: تېر کال د والیبال ملي فدراسیون او ملي لوبډلې لپاره له لاس ته راوړنو او بریاوو ډک ؤ، د استعداد موندنې په موخه د والیبال دویم پړاو غوره لیګ او لوبغاړو ته د لړمړي ځل لپاره د دوو روزنیزو کمپونو جوړول له هغو مهمو فعالیتونو څخه وو چې پرمټ یې ملي لوبډلې په مالدیف، نیپال، بحرین، ایران او دادی اوس د مرکزي آسیا جام په سیالیو کې سترې لاس ته راوړنې درلودې.

د ښاغلي نوري په وینا، د اسلامــي امـارت له واک ته رسېدو سره داسې انګیرل کېده چې ورزشي ډګر به له ستونزو سره مخ او د پرمختګ مخه به یې ډب شي؛ خو نه یوازې دا چې ستونزې رامنځ ته نشوې، بلکې ستر پرمختګونه وشول او ورزشي ډګر په ملي او نړیواله کچه د پخوا په پرتله لویې لاس ته راوړنې درلودې.

د والیبال فدراسیون مالي او اداري مرستیال محمد عارف پیمان د خپلو راتلونکو پلانونو په برخه کې د استعداد موندنې د کمپ جوړولو او ورپسې د والیبال د درېیم پړاو لیګ د ترسره کولو خبر ورکړ.

د نوموړي په وینا، د استعداد موندنې تمریناتي کمپ لپاره نوم لیکنه روانه ده او د والیبال لوبغاړي کولی شي د فدراسیون د وب پاڼې له لارې نوم لیکنه وکړي.

د آسیا د مرکزي زون د اتلولۍ سیالۍ د اکتوبر له نهمې تر ۱۵ مې نیټې د سریلانکا د پلازمینې کولمبو ښار په کوربه توب د شپږو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې.

د افغانستان ملي لوبډلې ازبکستان، بنګلدیش او عربستان هېوادونو ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول د سیالیو درېیم مقام وګټي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۵۶
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د برمل ولسوالۍ په منصوري لوبغالي کې له څلورو ولايتونو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۴۹
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۴۵
Background image

کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شېرزاد ځوانانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS