د ورزش ادارې د دفتر ریاست نوی رئیس رسماً معرفي او په کار یې پیل کړ 

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۵:۳۰
د ورزش ادارې د دفتر ریاست نوی رئیس رسماً معرفي او په کار یې پیل کړ 

د هېواد د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دفتر ریاست نوى رئیس مولوي فضل الرحمن " اسد بری"  د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري رسماً د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپيژندل شو. 

په پیل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د غونډې ګډونوالو ته خبرې وکړي نوموړي وویل:  
" مسوولیت اخيستل دروند بار دی او اخیستونکی باید د کار لپاره هڅه، کوشش او اخلاص وکړي."

ښاغلي وثیق د دفتر د نوي رئیس مولوي فضل الرحمن بري په ژوند او کړنو خبرې وکړې او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه؛ ټول کارکوونکي د اداري چارو د لا ښه پرمختګ لپاره باید له ښاغلي بري سره په ګډه کار او همکاري وکړي.

ورپسې د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس دادمحمد پاینده اختري خبرې وکړې ښاغلي اختري د دفتر ریاست د ادارې د ملا تېر وباله، چې ټوله اداره پرې راڅرخیږي.

اختري هیله څرګنده کړه، چې د بري له راتګ سره د ورزش ادارې کمي او کاستي حل او کارونه په بشپړ او ښه ډول تعقیب شي.

په ورته مهال د دفتر ریاست نوي رئیس مولوي فصل الرحمن بري وویل؛ اداري کارونه په تضاد او کاغذ پراني مخته نه ځي او اړتیا ده چې ټول کارکوونکي په اخلاص سره دندې پرمخ یوسي.

نوموړي زیاته کړه؛ په یوه اداره کې درجه بندي یوه اړتیا ده؛ خو په اصل کې لوړ رتبه او ټیټ رتبه کارکوونکي یو دي او د یوه هدف د لاسته راوړلو لپاره کار کوي.

مولوي فضل الرحمن بری له دیني علومو فارغ دی او په پښتو ادبیاتو کې هم بلدتیا لري. نوموړی د امارت له راتګ سره لومړی د کابل په هوایي ډګر کې د وي.ای. پي برخې مسوول او له هغه وروسته یې په بهرنیو چارو وزارت کې دنده ترسره کوله.

د بدني روزنې او ورزش د دفترر رئيس د معرفي په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، د یاد ریاست رئیس صاحبانو، آمرینو د ورزش ادارې کارکوونکو ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۹
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۵
Background image

غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ په ۲۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۲
Background image

جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS