د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د واليبال له ټپي ورزشکار مزمل بدر څخه ليدنه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۲۸
د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د واليبال له ټپي ورزشکار مزمل بدر څخه ليدنه وکړه

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د واليبال له ټپي ورزشکار مزمل بدر، چې دوې ورځې وړاندې په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوی و، ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د المپيک ملي کمېټې مرستيال باور خان هوتک، د واليبال فدراسيون سکرتر جنرال حاجي محمد ناصر نوري او د ورزش ادارې نورو مسولينو هم شتون درلود.

د يادې ليدنې په ترڅ کې ښاغلي وثيق په ۴۰۰ کسيز روغتون کې له اړوند ډاکټرانو سره وليدل او له هغوی څخه يې د ناروغ د وضعيت پر اړه معلومات واورېدل. ډاکټرانو د ناروغ وضعيت تر دې دمه د ډاډ وړ وباله او په خبره يې په راتلونکو څو ورځو کې به د ناروغ حالت نور هم روښانه شي. ښاغلي احمد الله وثيق او ورسره مله پلاوي د مزمل بدر د کورنۍ له غړو سره هم وليدل، هغوی ته يې ډاډ ورکړ او د هر ډول ممکنې مرستې ژمنه يې ورسره وکړه.

مزمل بدر د واليبال پياوړی لوبغاړی دی، چې د سرې مياشتې په لوبډله کې غړيتوب لري.بايد يادونه وکړو، چې د ورزش ادارې او واليبال فدراسيون د رهبري له خوا د مزمل بدر د کورنۍ له غړو سره يوه اندازه نغدي مرسته هم وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS