د ورزش ادارې عمومي رئیس د پترزبورګ د نړیوال اقتصادي فورم په جریان کې د روسیې د ورزش وزیر په مشري جوړې ناسته کې ګډون وکړ

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۱۷
د ورزش ادارې عمومي رئیس د پترزبورګ د نړیوال اقتصادي فورم په جریان کې د روسیې د ورزش وزیر په مشري جوړې ناسته کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د پترزبورګ د نړیوال اقتصادي فورم په جریان کې د روسیې د المپیک کمېټې او ورزش وزارت د رئیس او وزیر میخایل دیګتیاریوف Mikhail Degtyarev په مشري جوړې ناسته کې ګډون وکړ، چې په دې ناسته کې د یو شمېر نورو هیوادونو د ورزش وزیرانو او د المپیکي کمېټو مسؤلینو هم شتون درلود.

په دې ناسته کې پر المپیکي ننګونو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه، په ناسته کې یادونه وشوه، چې ورزش باید له سیاست څخه لیرې وساتل شي، د المپیک نړیواله کمېټه د ټولو هیوادونو حالاتو ته په کتو ورزشي برنامې ترسره کړي او ټولو ورزشکارانو ته په نړیوالو المپیکي سیالیو کې د ګډون فرصت برابر شي.

د ناستې ګډونوالو د روسیې هیواد د ورزش له مسولینو مننه وکړه، چې دا ډول وررشي ناستې یې برابرې کړې دي او دې ته ورته ناستې یې د هیوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پیاوړتیا کې مهمې وبللې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS