د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا هیواد د سرې میاشتې او مساجدو د شورا له رئیس سره ولیدل

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۱۷ - ۲۰:۱۳
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا هیواد د سرې میاشتې او مساجدو د شورا له رئیس سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق اندونیزیا ته د رسمي سفر په جریان کې د نوموړي هیواد د سرې مياشتې، د مساجدو د شورا رئیس او د اندونيزيا د جمهور رئیس پخواني مرستيال محمد يوسف کالا سره وليدل، چې په دغه لیدنه کې د افغانستان سفیر مولوي سعدالله بلوچ هم شتون درلود.

ښاغلي محمد یوسف کالا د هیواد د ورزش ادارې رئیس ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده، چې د افغانستان فوټسال لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې ګډون وکړ، نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان ورزش په وروستیو کې ډېر پرمختګ کړی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان د ښه امنيت تعريف وکړ، همداراز یې زیاته کړه چې دوه کاله وړاندې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و له هغه سفره ډېرې ښې خاطرې لري او بیا هم غواړي چې افغانستان ته ولاړ شي.

ښاغلي محمد یوسف په خپلو خبرو کې وویل، چې دی به د اندونیزیا د سپورټ له وزارت سره خبرې وکړي، چې د افغانستان او اندونیریا ورزشي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

په پای کې د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس ښاغلي وثیق د نوموړي له ښه نېت څخه مننه وکړه او د افغانستان د وروستیو ورزشي لاسته راوړنو پر اړه یې معلومات شریک کړل.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۱۷ - ۲۰:۱۶
Background image

بلخ ولايت کې ۴۰۰ تنو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار ترسره شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو ۴۰۰ ورزشکارانو او مسوولينو ته د فکري روزنې دوه ورځنی اصلاحي سیمینار پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۱۷ - ۲۰:۱۳
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا هیواد د سرې میاشتې او مساجدو د شورا له رئیس سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق اندونیزیا ته د رسمي سفر په جریان کې د نوموړي هیواد د سرې مياشتې، د مساجدو د شورا رئیس او د اندونيزيا د جمهور رئیس پخواني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۲:۲
Background image

اتلتیکو بلبائو او رئال سوسیداد د اسپانیا حذفي جام کې نیمه پایلوبې ته ووتې

د اسپانیا حذفي جام فوټبال سیالیو اتو غوره لوبډلو پړاو کې اتلتیکو بلبائو لوبډلې والنسیا ته د ۲ - ۱ او رئال سوسیداد لوبډلې دیورتیو الاوس ته د ۳ - ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او دواړه. . .

BACK TO NEWS