د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د خوست له والي مولوي عبدالله حسیني سره ولیدل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۴:۲۰
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د خوست له والي مولوي عبدالله حسیني سره ولیدل

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي د خوست ولایت له والي مولوي عبدالله حسیني سره ولیدل.

په دې لیدنه کې لومړی مولوي احمد الله وثیق وینا وکړه، ښاعلي وثیق د ورزش پر ټولنیز ارزښت او همدارنګه پر روغتیايي ګټو خبرې وکړې، ترڅنګ یې د هیواد د ورزش ادارې پر تشکیل، لاسته راوړنو او امکاناتو معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي وثیق زیاته کړه، چې خوست ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ګڼ شمېر ورزشکاران لري او خلک یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري.

همدا راز ښاغلي وثیق د خپل سفر اساسي موخه په خوست ولایت کې د یوه ورزشي کمپلکس جوړل او یاد کمپلکس ته په خوست ولایت کې د ځمکې مشخصول یاد کړل.

ورپسې د خوست والي مولوي عبدالله حسیني خبرې وکړې، نوموړي وویل: چې رښتیا هم په خوست کې ورزشکاران او د ورزش مینوال ډېر دي، ښاغلي حسیني په یاد ولایت کې د ورزش په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او وې ویل، چې موږ مخکې هم په دې برخه کې همکارۍ کړې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د ورزشي کمپلکس لپاره به په خوست ولایت کې یو مناسب ځای د ورزش ادارې په واک کې ورکړل شي.

له یادې مجلس وروسته د ورزش ادارې عمومي رئیس او ورسره مله پلاوي د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت له ورزشي جمنازیوم او ودانۍ څخه لیدنه وکړه او هم یې د ورزشي کمپلکس لپاره ځینې احتمالي ځمکې هم ولیدلې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS