د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي صلاح الدین سره ولیدل
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق پکتیا ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د ورزش ادارې پر لاسته راوړنو، وروستیو بریاوو، د پکتیا ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست پر کړنو او اړتیاو خبرې وشوې.
ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې وویل، چې د هیواد ورزش په وروستیو کې هم په ورزشي او هم په روزنیزه برخه کې د پام وړ تغییر کړی دی. د نوموړي په وینا که د ولایتونو له ورزشي ریاستونو او امریتونو سره د مسولینو همکاري نوره هم ډېره شي؛ نو د ورزش ودې ته به لا زمینه مساعده شي.
د پکتیا ولایت مرستیال والي مولوي صلاح الدین د ورزش ادارې رهبري ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې تر خپل وس و توان به د دې ولایت له ورزشي ادارې سره همکاري کوي او مخکې یې هم ورسره همکارۍ کړې دي. ښاغلي صلاح الدین د اسلام له اړخه ورزش مهم وباله او زیاته یې کړه، چې ورزش د ځوانانو اړتیا او د هغوی د جسمي او باطني روزنې وسیله ده.
