د يما پطرول افغانستان وزلوبې ليګ اووم پړاو پر اتمه ورځ سرپل، پنجشیر او تخار لوبډلو برياوې خپلې کړې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۵:۵۸
د يما پطرول افغانستان وزلوبې ليګ اووم پړاو پر اتمه ورځ سرپل، پنجشیر او تخار لوبډلو برياوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول - افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليگ سياليو پر اتمه ورځ سرپل، پنجشیر او تخار لوبډلو برياوې خپلې کړې.

د وزلوبې اووم پړاو ليگ سياليو په شلمه لوبه کې سرپل لوبډلې خپلې سيالې بغلان لوبډلې ته د شپږو امتيازونو په توپير (٩ - ٣) ماته ورکړه، په یوویشتمه لوبه کې پنجشیر لوبډلې سيالې هرات لوبډلې ته د دولس امتيازونو په توپير (١٥ - ٣) ماته ورکړه او په دوویشتمه لوبه کې تخار لوبډلې د دوه امتیازونو په توپیر (٢ - ٠) له سیالې بلخ لوبډلې څخه لوبه وګټله.

د ويلو ده، چې د يما پطرول افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليگ د بهرنيو چاپندازانو په گډون د کندز، فارياب، بلخ، بدخشان، تخار، باميان، سرپل، پنجشير، سمنگان، بغلان او هرات لوبډلو ترمنځ اووه ورځې مخکې پيل شوی او درې ورځې به نور هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS